‫تیو چو ګان د سویډن د “نړۍ د سولې جایزه” وګټله

دسولې دنړيوال ايوارډ ترلاسه کوونکے وړومبے ملا ئشين

کوالالمپور، ملا ئشيا،١٨ ستمبر،٢٠١٩/پي آرنيوزوائر/- د واکي نړيوالې ډلې مشر تيوچوګوان د سولې دنړيوال ايوارډ ګټونکے وړومبے ملائشين جوړ شويدے۔

تيو ته دمختلفو مذهبونو ترمينځ دهم اهنګۍ اؤ احترام پيدا کوونکو سرګرمو ته دودې ورکولو لپاره دهغه دخوښۍ اؤ ګرانقدره کوششونو په اعتراف کښې ايوارډ ورکړے شويدے۔.https://prnewswire2-a.akamaihd.net/p/1893751/sp/189375100/thumbnail/entry_id/1_mtu6b51b/def_height/400/def_width/400/version/100011/type/1

دپاکتيو په نوم سره مشهور هغه د١٢٠ بيلا بيلو هيوادونو په اميدوارانو کښې نومول شوؤ اوؤ اميدوارانو کښې شامل وؤ، تيو دګڼ مذهبه سرګرمو دودې له لارې دپرامنه هم اهنګۍ ددنيا جوړيدو په خيال يقين لرى، دهغه وينا ده چې ‘ داشتراک اؤ څارنې له لارې ديو بل ددرناوى دجذبې سره ژوند تيرول مې دهميشه نه دژوند فلسفه پاتې شوې ده کوم چې زۀ ډير خوښوم۔.

دايوارډ قبلولو په مهال تيو ووئيل ، کله چې په ټوله نړۍ کښې دانسانيت لړ کښې دشعور ددبيدارولو خبره راځى نو مونږ دسماجى کار کولو په ترڅ کښې لمړے والے کوؤ کوم چې زمونږ دمقصد مطابق دے، دانسانيت بنيادى تصور دا دے چې مونږ پخپل پس منظر کښې داختلافاتو نه قطع نظر ديو بل درناوے وکړو اؤ تل ديو بل خيال وساتو۔

هغه ووئيل، مونږ ته تل ديو بل ترمينځ داختلافاتو درناوے پکار دے، تل ديو بل سره داختلافاتو باوجود ديو بل ملګرتيا وکړئ اؤ خيال وساتئ، هم دداشان کولو سره مونږ دخپل مينځى موافقت دنړۍ دجوړيدو جوګه يو۔

هغه دخدمت خلق دامورو لکه جنوبمشرقى ايشياء اؤ چين کښې دجوماتونو، چرچ اؤ مندر دجوړيدو پشان معاملو دترسره کولو لپاره دشلو کلونو راهسې کار کوي اؤ هغه دنسل يا مذهب دتفريق نه بغير درضاکار تنظيمونو يا فاؤنډيشن ته دچندې ورکولو پشان دخدمت خلق په کارونو کښې ډير زيات سرګرم دے۔.

هغه دخپل سماجى کار دفلسفې دوضاحت کولو په ترڅ کښې ووئيل چې دمعاشرتي کار په ذريعه دانسانيت دتعمير درې مرحلې دى۔.

اولنۍ مرحله خپل مينځى درناوى باندې پوهيدل دى، دويمه مرحله حقيقت مخې ته راوړل دى، تاسو يوازې هاغه وخت اقدامات وکړئ کله چې تاسو ته په پوره ډول معلومات ترلاسه وى، دريمه مرحله دا ده چې تاسو خپل ذهن بيداره وساتئ، بيا به تاسو دچيلنجونو دمقابلې کولو اؤ معاشرتى امورو په غوره طريقې سره سرته درسولو جوګه شئ۔

هغه ووئيل که چرې مونږ ددې دمقصد اؤ سماجى کار دپوره تصور لړ کښې واضحه پوهه ترلاسه کړي وي نو بيا ايکشن اخستل کيدے شى، خو يوازې دصفا ذهن اؤ مضبوط مقصد سره، مونږ په دې قابو موندلے اؤ مخ په وړاندې تللے شو۔

رابطه
اداره : واکي انټرنيشنل ډله
رابطه کار، سياؤاي تيو
اي ميل: Send Email
ويب: http://www.waki.asia

تصوير: https://mma.prnewswire.com/media/996823/Teo_Choo_Guan.jpg

Latest from Blog